آكلېنډ 04 جنوري (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او سري لنكا ترمېنځه د يو ورځني نړيوال كركټ سېريز دوهم مېچ به ﴿نن﴾ د خالي په ورځ په ماؤنټ مونګنوئي كښې كېږي۔ د نيوزي لېنډ كوربه لوبډلې د سري لنكا لوبډلې ته په ورومبي مېچ كښې ماتې وركړې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوهم مېچ به ﴿نن﴾ د خالي په ورځ ٬ درېم او وروستې مېچ به د جنورې په 8مه نېټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به يواځنې ټي ټونټي نړيوال مېچ د جنورې په 11مه نېټه كېږي