په سوريه كښې د ياغيانو ترمينځھ نښتې ،100 كسان ووژل شول

سوريه ۔ 4 جنوری (اے پی پی) د سوريه په حالاتو نظر ساتونكي مبصر ګروپ سیرئین آبزروېټری فار هيومن رائټس وئيلي دي چې د سوريه باغي ډلو ترمينځھ د درې ورځو څخه د روانې نښتنې په نتيجه كښې تر دې دمه 97 كسان وژلې شوي دي۔ د مبصر ګروپ ترمخه په وژلې شويو كښې د 3 كوچنيانو په شمول 8 عام وګړي هم شامل دي۔ د حما او ادلب په بېلو سيمو كښې د پرتشدد پېښو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي