كوپن هېګن 03 جنوري (اے پي پي) په چين كښې د 5.3 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔ د خبر له مخې د چين په لوېديځ سېچووان ولايت كښې د زيارت په سهار په 8 بجې 48 دقيقې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.3 ريكارډ كړې شوې۔ د زلزلې مركز 15 كلوميټره په زمكه كښې لاندې و۔ په زلزله كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔