د ډنمارك د دوه جزيرو ترمېنځه په رېلوے پل په پېښه كښې 6 كسان مړه او 16 ژوبل شوي

كوپن هېګن 03 جنوري (اے پي پي) د ډنمارك د دوه جزيرو ترمېنځه په رېلوے پل په پېښه كښې 6 كسان مړه او 16 ژوبل شوي دي۔ د ډېنش رېل كمپنې وئيلي دي چې دا پېښه په يو داسې پل رامېنځ ته شوې كوم چې د هېواد دوه جزيرې په خپلو كښې تړي۔ د كمپنې يو اعلٰي چارواكي له مخې په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي دي۔ د خبر له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د تندو هواګانو په وخت د يو مال وړونكي ګاډي د ډبې چت الوزېدو سره د بل پلو نه راروان د مسافرو رېل ګاډي سره وجنګېدو۔