هندي پوځ په كال 2018م كښې د 10 مېرمنو او 35 ځوانانو پشمول 375 كشميريان شهيدان كړي

سرينګر 01 جنوري (اے پي پي) په مقبوضه كشمير هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې كارروائې جاري ساتلو سره د كال 2018م په مهال د 10 مېرمنو او 35 ځوانانو پشمول 375 كشميريان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا جاري شوو شمېرو له مخې هندي ځواكونو په ټوله مقبوضه سيمه كښې د لټون او محاصرې 2 زره 939 كارووائې كړې دي۔ په دې كسانو كښې 21 كشميريان د حراست په مهال شهيدان كړې شوي ۔ د شهادتونو په وجه 34 مېرمنې كونډې شوې او 78 ماشومان يتيمان شوي دي۔ هندي ځواكونو د 75 مېرمنو بې حرمتي كړې۔ په دې موده كښې هندي ځواكونو 605 كورونه تباه كړي او په مظاهرچيانو د پېلټ ګن په ډزو كښې د يو زر 302 كسانو بينائي مثاثره شوې۔ د هندي ځواكونو په كارروائيو كښې د 18 مياشتو د ماشومې پشمول 3 زره 688 وګړي ژوبل شوي هم دي۔ د حريت كاركنانو٬ زده كوونكو ٬ ځوانانو او مېرمنو پشمول 2 زره 456 وګړي نيولې شوي۔ د دسمبر په مياشت كښې هندي ځواكونو د 6 ماشومانو او يوې مېرمنې پشمول 29 كشميريان شهيدان كړي دي۔