لوېديځه سوريه كښې د عراقي پوځ په بريد كښې د داعش 30 كمانډران وژل شوي

بغداد 01 جنوري (اے پي پي) په لوېديځه سوريه كښې د عراقي پوځ په بريد كښې د داعش 30 كمانډران وژلې شوي۔ د عراقي پوځ د شريك كمان لخوا جاري شوي بيان له مخې د عراق پوځ اېف 16 جنګي الوتكو د سوريې په السوساه كلي كښې په يوه ودانې كښې راجع شوي د داعش كمانډران په نښه كړي چې په نتيجه كښې ئې ودانې په بشپره توګه تباه شوې۔ په بيان كښې وئيلي شوي په بريد كښې 30 كمانډران وژلې شوي دي۔