دمشق 01 جنوري (اے پي پي) د سوريې په كورنې جګړه كښې تېر كال د 1400 ماشومانو پشمول 20 كسان وژل شوي دي۔ د مبصرينو له مخې په دې كسانو كښې تقريبا 6 زره عام وګړي وو او په دې كښې 14 سوه ماشومان هم شامل دي۔ د سوريې د بشري حقونو څارګرې ډلې له مخې په كال 2017م كښې په سوريه كښې د وژل شويو كسانو شمېره 33 زره وه۔ په سوريه كښې تر ټولو زيات كسان په كال 2014م كښې وژل شوي وو د كومو شمېره چې 76 زره وه۔