په كال 2018 كښې 94 خبريالان او ميډيا وركران وژلې شوي

برسلز 31 دسمبر (اے پي پي) د خبريالانو نړيوال فېډرېشن وئيلي دي په كال 2018 كښې 94 خبريالان او ميډيا وركران وژلې شوې دي ٬ دا شمېره د تېرو دريو كالو په مقابل كښې زياته ده۔ راپور كښې وئيلي شوې 84 خبريالانو سره كېمره مېن ٬ تكنيكي عمله او د خبريالې ډلې ډرائيوران هم شامل دي او د دې نه علاوه د صحافتي ذمه وارو په مهال 6 مېرمنې هم قتل شوې ۔ د يادونې وړ ده د ټولو نه زيات خبريالان په افغانستان ٬ مېکسیکو، یمن او سوريه كښې وژلې شوې دي