
بغداد31 دسمبر (اے پي پي) د عراق وزیراعظم عادل مهدي وئيلي دي سوريه څخه د امريكې وتلو نه پس به د عراق پوځي ډلې د ترهګر تنظيم داعش په ضد لا پراخه كردار ولوبوي۔ د المان د خپرونو ادارې له مخې په دې لړ كښې د عراق حكومت او سوريه كښې د بشارالاسد حكومت نمائندګانو ترمېنځه په دمشق كښې باقاعده ملاقات شوې۔ عادل مهدي وئېلې دي عراق به دا ونه غواړي چې سوريه څخه د امريكائي عسكرو د ستنېدو منفي نتيجو سره مخ شي۔ د يادونې وړ ده ټرمپ د دسمبر په نيمه كښې ناڅاپي اعلان كړې ٶ چې سوريه څخه به د امريكې عسكر ډېر زر بېرته راوبللې شي