د شمالي کوریا لارښود د ټرمپ او مون جے اِن په نامه ذاتي پېغامونه

پیانګ یانګ 31 دسمبر (اے پي پي) د شمالی کوریا لارښود کم جونګ اْن د نوي كال په موقع د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په نامه ذاتي پېغام لېږلې دې۔ د سوئيلي كوريا ورځپاڼې “چَوسْون اِلبو” د نامې نه غېر د سفارتي ذريعو په اړه وئيلي دې كم جونګ ټرمپ ته دا پېغام د يوې چيټۍ په شكل لېږلې چې تفصيلات ئې نه دې رامخې ته شوې او نه په دې لړ كښې سوئيلي كوريا كښې د امريكې سفارت لخوا څه وئيلي شوي٬ د سوئيلي کوریا چارواكو له مخې کم جونګ اْن د اولس مشر مون جے اِن په نامه هم يو خط ليكلې ٬ چې پكښې ئې دا اشاره وركړې شوې چې كميونسټ کوریائي لارښود راتلونكي كال په وړومبي ځل د سوئيلي كوريا دوره كولې شي