د المان چانسلرې د نوي كال خپل پېغام كښې د لا سماجي يوالي او اتحاد غږ كړې

برلن 31 دسمبر (اے پي پي) د المان چانسلرې انجيلا مركل د نوي كال په پېغام د لا زيات سماجي يوالي او اتحاد غږ كړې۔ د المان د خپرونو ادارې له مخې خپل پېغام كښې انجيلا مركل ووئيل په ستونزو هلې قابو موندلې كېدې شي چې نورو سره د خپل وس نه زياته مرسته وكړې شي ۔ انجیلا مرکل اعتراف وكړو چې كال 2018 په سياسي توګه يو سخت كال ٶ۔ انجيلا مركل له مخې په نوي كال كښې به ماحولياتي بدلون٬ د پرمختګ پحقله مسئلې او د ترهګرۍ په ضد جنګ به د كليدي اهميت وړ وي