د ترهګرۍ په ضد جنګ به روان ساتلې شي۔ د ترك دفاع وزير

انقرہ ۔ 31دسمبر (اے پی پی) دتركيه د دفاع وزير حلوصي آقار وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد جنګ به روان ساتلې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نوي كال په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د پولو ساتنې پلو خاص پام ګرځولې شي او د ترهګرۍ په ضد په زړه پورې ډول هڅې روانې دي۔ ده ووئيل د ترھګرۍ په ضد جنګ كښې په لويه كچه كاميابۍ ترلاسه كړې شوي دي۔ ده ووئيل سيمه كښې امن او استحكام په ځائې كولو له مهم ګامونه پورته كړې شوي دي۔ د نوي كال په مهال خپل پېغام كښې ده ووئيل نركيه به نړۍ كښې امن په ځائې كولو له هر ډول مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل د پخوا په ډول سباؤن كښې به هم تركيه د خپل اولس خذمت او وسله والو ځواكونو لا مضبوطولو له خپلې هڅې دوامدارې ساتي