په كال 2018ﺀ كښې د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې 295 فلسطيني وګړي شهيد او 29 زره ژوبل شول

مقبوضه بېت المقدس۔ 31 دسمبر(اے پی پی) فلسطین كښې بشري حقونو لپاره كار كوؤنكې ادارې “اوچا” خپل كلن راپور كښې وئيلي دي چې په كال 2018ﺀ كښې د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې 295 فلسطيني وګړي شهيد او 29 زره ژوبل شوي دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز ترمخه د اوچا په راپور كښې وئيلې شوي دي چې كال 2014ء څخه ورورستو په كوم يو كال كښې دفلسطيني شهيدانو شمېره دا تر ټولو زياته ده۔ د راپور ترمخه په شهيدانو كښې د 57 شهيدنو او 7زه ژوبل شويو عمر 18 كالو څخه كم دې۔ د راپور ترمخه په كال 2018ﺀ كښی اسرائيلي چارواكو د فلسطين په بېلو ښارونو كښې د د فلسطينيانو 359 املاک ونړول۔ دې كښې د القدس ودانۍ هم شامل دي۔ بلخوا د اسرائيلي زور او زياتي په نتيجه كښې 127 مېرمنې او د 216 كوچنيانو په شمول 472 فلسطینیي وګړي په كډه كولو مجبور كړې شول۔