سعودی عرب د فلسطین كډوالو لپاره د 50 ملیونه ډالره مرستې اعلان

ریاض 30دسمبر (اے پی پی) سعودی عرب د فلسطین كډوالو لپاره د 50 ملیونه ډالره مرستې اعلان كړې دې،دا مرسته به مشرق بعید كښې د موجود فلسطین كډوالو په خير ښېګړه خرڅ كولې شي۔ د فلسطين د مرکز اطلاعاتو له مخې د “اونروا” هائی کمشنر بیبر کرینپول خپل يو بيان كښې وئيلي چې سعودی عرب د فلسطین كډوالو لپاره 50 ملیونه ډالره مرستې كولو په يو يادښت لاس ليك كړې ، دا مرسته به د سعودی فرمانروا شاہ سلمان د اړخه جوړ كړې شوي شاہ سلمان ریلیف سینټر لخوا وركولې شي۔ د دې مرستې په خرڅ كولو به د شاہ سلمان ریلیف سینټر جنرل سپروائزر عبداللہ بن عبدالعزیز الربیعه نظر ساتي۔