نیویارك 30 دسمبر(اے پی پی) امریکا كښې د تيرو 24 ساعتونو پھ مهال د ډزو پھ پېښو كښې 12 كسان مړه او 33 نور ژوبل شوې دي۔امریکا كښې د دزو پېښو اندراج مرکز د دې خبر اعلان کولو سره وئيلي چې د ډزو دا پېښې واشنګټن، فلوریډا، میسوری، نواډا او جورجیه كښې رامخې ته شوې۔ د دې مركز له مخې د تيرو 48 ساعتونو پھ مهال 178 پېښې رامخې ته شوې چې پكښې 41 كسان مړه او 110 ژوبل شوې دي۔دا خبره د ذكر وړ ده چې امریکا كښې هر كال د ډزو پھ پېښو كښې ګڼ كسان مړه او ژوبل كېږي۔