اسلام آباد 23 دسمبر (اے پی پی) قومي بلائنډ كركټ لوبډله به د سري لنكا دوره كوي۔ په دې اړه به باضابطه اعلان د راروان كال جنورۍ مياشت كښې كولې شي۔ د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل (پی بی سی سی) چیئرمېن سیّد سلطان شاہ “اے پی پی” ته ووئيل چې د پاكستان او سري لنكا لوبډلو ترمينځھ د درې يو ورځني او د ټي ټونټي مېچونو سيريز به د راروان كال فرورۍ مياشت كښې كېږي چې باضابطه اعلان به ئې وروستو كولې شي۔ ده ووئيل هيله ده چې قامي لوبډله به په ياد شوي سيريز كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي