شمالی وزیر ستان كښې د نامعلومو كسانو په ډزو دوه امنيتي اهلكار ژوبل شوي

بنو 21 دسمبر (اے پی پی) په شمالی وزیر ستان كښې نامعلومو كسانو ډزې كولو سره دوه امنيتي اهلكار ژوبل كړي دي۔ د تفصیلاتو له مخې د شمالی وزیرستان په بویا سيمه كښې د شپې په وخت دوه نامعلومو بريد كونكو د ګزمې پھ مهال په دوه امنيتي اهلكارو ډزې كولو سره هغه ژوبل كړل كوم چې په سمدستي توګه د چورلكې د لارې د پېښور روغتون ته رسول شوي دي ۔ د پېښې نه پس امنيتي ځواكونو سيمه كښې د لټون عمليات پيل كړل