ماسكو 21 دسمبر (اے پي پي) د روسيې اولس مشر ولاديمير پيوټن وئيلي دي چې د اتومي جنګ خطر موجود دے۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې په خپل كلن خبري كنفرنس كښې اولس مشر پيوټن ووئيل چې بايد د اتومي جنګ په اړه غلطې اندازې ونه لګول شي۔ ده د اتومي وسلو د استعمال د زياتېدونكي خطر ذمه وار امريكا وګرځوله۔ د روسيې اولس مشر ووئيل چې د امريكې لخوا د اتومي وسلو د تخفيف د لوظنامې نه د جلا كېدو نه پس د صورتحال په اړه لا څه نه شي وئيل كېدے۔ اولس مشر پيوټن ووئيل چې په دې صورت كښې به روسيې ته خپل تحفظ لپاره اقدامات كول وي