برسلز 20 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو ذيلي ادارې د خوراك نړيوال پروګرام فلسطينيانو لپاره د مرستې كمولو اعلان كړے۔ د خبر له مخې د خوراك نړيوال پروګرام وئيلي دي چې هغه د فلسطين د غزه او لوېديځې پولې اوسېدونكو لپاره غذائي مرسته كموي۔ د دې آغېز به يو لك 90 زره فلسطينيانو وشي۔ دا شمېره د هغو فلسطينيانو نيمه شمېره جوړېږي كومو ته چې د ملګرو ملتونو ادارې خوراك وركولو۔ ملګرو ملتونو وئيلي دي چې د دې مرستې كمولو وجه د فنډ كمې دے