برلن 19 دسمبر (اے پي پي) د المان خارجه وزير هائيكو ماس په جنيوا كښې د سوريې پحقله غونډه اندېښنه څرګنده كړې ده۔ ده ووئيل المان د سوريې پحقله د هلو ځلو ستائنه كوي خو يوازې آئيني كمېټۍ سره به دا مسئله هواره نه شي۔ تېره ورځ په جنيوا كښې په كېدونكې غونډه كښې د روسيې٬ تركيې او ايران نمائندګانو ګډون كړې وٶ٬ په دې موقع دا پرېكړه شوې وه چې راتلونكي كال جنوري كښې به يوه آئيني كمېټي خپل كار پېل كړي او د دې مقصد دا چې دا شخړه په سياسي توګه هوارول دي۔