ملګري ملتونه 19 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كوچنيانو د خېرښګړې ادارې يونېسف وئيلي دي د سوريې شل لكه كوچنيان د سكولونو نه محروم دي۔ د يونېسف مشر هنريټا فورے له مخې د اووه كلنه كورنۍ جګړو د زيان نه پس سوريه كښې دې كوچنيانو لپاره د تعليم وركړه په باوري كولو كښې څو كلونه لګېدې شي۔ ده ووئيل يونېسف سږ كال په فنډز كښې 95 مېليونه ډالره كمې سره مخ دے چې اپيل ئې هم كړې دې۔