سرینګر 19 دسمبر (اے پی پی) د هندي سپريم كورټ ريټائرډ جج جسټس ماركنډے کاټجو وئيلي دي چې هندي عسكر په يو داسې جنګ كښې بوخت دے كوم چې هغه ګټلې نه شي۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه جسټس كاټجو په يو نيوز وېب سائټ خپور شوي يو مضمون كښې وئيلي دي چې پوځ بل پوځ سره خو جنګ كولې شي ولې اولس سره جنګ كولې نه شي۔ ده ووئيل مزرې يو ځناور خو وژلې شوي ولې د ماشو لښكر سره جنګ كولې نه شي۔ جسټس کاټجو په خپل مضمون كښې هندي عسكر ته مشوره وركولو سره ووئيل چې دوئي دې د فیلډ مارشل کیټل او جنرال جوډل یا جنرال ټوجو او یا ماشیتا په ډول سلوك ونكړي څوك چې د ظلم او زياتي ذمه وار ګرځولې شوي وو او نیورمبرګ او ټوکیو ټریبونلز دوئي ته د سولۍ كېدو سزا اورولې وه۔ ده ووئيل خلق سمندري دے او ګوريلا يو كب دے كوم چې سمندر كښې لامبو وهي۔ په نورو ټكو كښې دا وئيلې كېدې شي چې ګوريلا جنګ يوازې د اولس ملاتړ سره ممكن دے او كشميري عسكريت خوښو ته دا ملاتړ ترلاسه دې۔ جسټس مارکنډے ووئيل چې زه دا افسوس سره وايم چې اصل مجرمان زمونږ سياستدانان دي كومو چې عسكر د قربانۍ ګډورې جوړ كړې دې۔ ده ووئيل زه دا نشم وئيلې چې د كشمير مسئله به څنګه ختمه شي او ددې حل به څه وي ولې دا خبره پخه ده چې هندي ځواك له به تر اوږدې مودې دغه سيمه كښې پاتې كېدل وي۔ دا خبره دې ياده وي چې جنرال ویهیلم کیټل په دوهم نړيوال جنګ كښې د پوځ جرنېل او د المان پوځ مشر وو۔ ده ته د جنګي جرمونو په تور كښې نيوز مبرګ كښې د مرګ سزا وركړې شوې وه۔ جوډل الفرېډ هم يو پوځي جنرال او د جنګ په مهال د المان پوځ آپرېشنل مشر وو