قامي اسمبلۍ كښې په پلوامه كښې د هندي ځواكونو د لاسه د 14 كشميريانو د شهادت او د سلګونو ژوبل كولو په ضد د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړې شو

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ پلوامه كښې د هندي ځواكونو د لاسه د 14 كشميريانو د شهادت او د سلګونو په شمېر د ژوبل كولو په ضد د غندنې قرارداد په يوه خله منظورولو سره د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته د روانې ساتلو د عزم پخلې كړې او په هندي حكومت ئې زور رواړې چې ھغوي په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او رياستي ترهګرۍ نوټس واخلي ٬ په ميډيا دې بندېزونه ختم كړي او كشميريانو ته دې دا حق وركړي چې ھغوي د ملګرو ملتونو د قراردادوونو له مخې پرېكړه وكړي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پارلماني چارو وفاقي وزير علي محمد خان قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل دا ايوان د هندې ځواكونو د لاسه پلوامه كښې د 14 كشميريانو د شهادت او بشري حقونو د خلاف ورزۍ پشمول د آزادۍ په اظهار د بندېز او د بلېك آٶټ سخته غندنه كوي۔ دا ايوان غوښتنه كوي چې د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړې شي۔ قرارداد كښې وئېلې شوي پاكستان به د كشميريانو سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ قرارداد كښې وئيلي شوې قابض هندي ځواكونه د بربريت په چالونو ك