وقار خان مېموريل شطرنج ټورنامنټ نن پېل كېږي

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) وقار خان مېموريل شطرنج ټورنامنټ نن د دسمبر په 16مه نېټه د لاهور په انجينئرنګ پوهنتون كښې پېل كېږي۔ د ټورنامنټ آرګنائزنګ سېكتر محمد شفيق وئيلي دي چې د ټورنامنټ ټول انتظامات ترسره شوي دي۔ په ټورنامنټ كښې كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو لپاره بېلا بېل كېش ايوارډونه كېښودل شوي دي۔