بولیویا كښې ترافيكي پېښه – 17 كسان مړه ٬ 10 نور ژوبل

لاپاز ۔09 دسمبر(اے پی پی) بولیویا كښې د دوه بسونو ترمينځھ د ټكر پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ 17 كسان مړه او 10 نور ژوبل شوي دي۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو لمخې ځائي پوليس په يو بيان كښې وئيلي دي چې دا پېښه د پلازمينې لاپاز او اچاكچي سيمې ترمينځھ رامخې ته شوه۔ د ابتدائي اطلاعاتو لمخې په پېښه كښې مړو شويو كښې 9 سړي ٬ 7 مېرمنې او يو 4 كلن ماشوم شامل دے۔ ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي دي۔ بلخوا پوليس د پېښې په اړه پلټنې پېل كړې دي