بشكيك 07 دسمبر (اے پي پي) د تركيې د قامي اسمبلۍ سپيكر بن علي يلدرم د چين دوره ترسره كولو نه پس د كرغزستان پايه تخت بشكيك ته رسېدلې۔په هوائي اډه د كرغزستان د پارلمان دوهم سپيكر مير لان باقروف او د كرغز ترك د دوستۍ ډلې چيئرمېن الماز بېګ باتربيكوف٬نائب خارجه وزير نور لان عبدالرحمانوف او په كرغزستان كښې د تركيې سفير جنګيز كامل فرات د هغه هركلے وكړو۔د تركيې د قامي اسمبلۍ سپيكر به د كرغزستان وزيراعظم او د قامي اسمبلۍ سپيكر سره ملاقاتونه كوي۔هغه به د تركيې په سفارت كښې د ترك وګړو استازو سره هم ملاقات كوي