بابر اعظم ټېسټ كركټ كښې د كېريئر 1000 رنزونه مكمل كولو له 51 رنزونو ته اړتيا لري

ابوظهبی ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) پاکستانې نوموړې بېټسمېن بابر اعظم ته ټېسټ كركټ كښې د كېريئر 1000 رنزونو مكمل كولو له نورو 51 رنزونو ته اړتيا لري۔ هيله ده چې هغه به نن د ګل په ورځ د نيوزي لېنډ په ضد پېل كېدونكي دې آخري او پرېكنده ټېسټ مېچ كښې خپل 1000 رنزونه مكمل كړي۔ تر دې دمه ده په 17 مېچونو كښې 949 رنزونه جوړ كړې دي كومو كښې چې يو سنچري او 8 نيمې سنچرۍ شامل دي