اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) د پنجاب د اطلاعاتو صوبائي وزير فياض الحسن چوهان وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د مېرمنو واكمنې جوړولو له لوظي دے۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل سماجي برائۍ تر هغه وخت ختمېدې نه شي تر كومې چې مونږ مېرمنې واكمنې جوړې نه كړو۔ حكومت د كورني تشدد او په كم عمر كښې د ودونو مخنيوي له ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل مېرمنې د آبادۍ نيمه برخه ده ځكه ددوئي نه غېر مونږ د پرمختګ هدفونه ترلاسه كولې نه شو۔ ده ووئيل كورنې تشدد به په هر صورت كښې ختمول وي دې مقصد لپاره د مېرمنو تعليم ډېر ضروري دې۔ ده ووئيل د مېرمنو تعليم لپاره د هدفونو تعين او مېرمنو ته اقتصادي موقعې وركول د تحريك انصاف په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل په ټولنه كښی د مېرمنو مقام لوړول ضروري دي او دا به هله ممكن وي چې مونږ مېرمنو ته تر وسائلو رسنې يو ډول موقعې وركړو۔