د پاكستان او عرب امارات ترمينځھ اړيكې په ورورولۍ او دوه اړخيزه مرسته اډانه دي۔ دا اړيكې لا قوي كېدو او هره څانګه كښې لا پراخا كېدو سره د اوږدې مودې ستراتيجيكي اقتصادي همكارۍ كښې بدلې شوي دي۔ د وزیراعظم عمران خان د متحدہ عرب امارات قومي ورځې په مهال د مباركۍ پېغام

اسلام آباد ۔02 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاكستان او عرب امارات ترمينځھ اړيكې په ورورولۍ او دوه اړخيزه مرسته اډانه دي۔ دا اړيكې لا قوي كېدو او هره څانګه كښې لا پراخا كېدو سره د اوږدې مودې ستراتيجيكي اقتصادي همكارۍ كښې بدلې شوي دي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د متحدہ عرب امارات قومي ورځې په مهال د مباركۍ پېغام كښې وكړه۔ د متحده عرب امارات مشرتابه په نامه لېږلي شوي خط كښې د وزيراعظم لخوا د مباركۍ او نېكو هيلو پېغام وركړې شوې دې۔ د 47 كالو په لږه موده كښې نن امارات د پرمختګ ٬ خوشحالۍ او ګډ ګورننس مثال جوړ شوې دې كوم چې د عرب امارات د زيركتيا او وژن ښكاره ثبوت دے۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كېدو او هره څانګه كښې لا پراخا كېدو سره د اوږدې مودې ستراتيجيكي اقتصادي همكارۍ كښې بدلې شوي دي۔ وزیراعظم د حكومت او پاكستاني اولس لخوا د متحده عرب امارات پرمختګ او سوكالۍ له د نېكو هيلو او جذبو څرګندونه وكړه