لاهور ۔ 01 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د كاركردګۍ اعتراف به هغه وخت وي كله چې د عام وګړي په ژوند كښې ښكاره ښه والې راشي۔ 30 كاله پسې په پنجاب كښی لوئې بدلون راغلې دې۔ مونږ له به د هغې طبقې احساس كول وي د كومې چې تر اوسه چا سوچ كړې نه دې۔ د ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ د پنجاب صوبائي كابينې غړو سره ملاقات كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل ننې پاكستان بدل شوې پاكستان دې۔ وزیراعظم عمران خان پنجاب حكومت ته هدايت وكړو چې د ښه افسرانو ډاډګيرنه وكړي او د اولس خېر ښېګړه باوري كول له پرله پسې هڅې وكړي۔ وزيراعظم په ټول هېواد كښی او په خاص توګھ پنجاب صوبه كښی ګورننس مائنډ سېټ كښې د بدلون په حاجت زور راوړو۔ وزيراعظم په دې مهال د څيزونو په نرخونو كښې د شوې اضافې نوټس اخستلو سره وزيرانو ته هدايت وكړو چې نرخونو كښې د اضافې سوب په ګوته كولو سره دې د ذمه وارو په ضد سمدستي ګام پورته كړې شي