ځينې شر خوښي عناصر د هېواد نظام خرابول غواړي۔ د حقونو له منځھ په وړونكي احتجاج به خاموشه نه پاتې كیږو۔ د ټی اېل پی لارښود پير افضل قادري او خادم حسېن رضوي په شمول د ټولې مشرتابه په ضد د بغاوت او ترهګرۍ دفعاتو ترمخه مقدمې درج كړې شوي دي په كومو به چې د هېواد عدالتونه د آئين او قانون ترمخه پرېكړه كوي۔ د هېواد نظام به د آئين ترمخه روان وي او كوم احتجاج ته به د قانون د خلاف ورزۍ كولو اجازه وركولې نه شي۔ داسې عناصر چې د وګړو ځان او مال ته په خيرنه سترګه ګوري ددوئي خلاف به سخته كارروائي كولې شي۔ مونږ د ويجاړ شويو كورونو او بنيادي اډانې جوړولو هڅې كوو۔ د وزیراعظم عمران خان او او دده د اقتصادي ډلې وژن به ګټه كوؤنكې ثابت شي او هېواد به د پرمخګ په لاره روان شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ یکم دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي ځينې شر خوښي عناصر د هېواد نظام خرابول غواړي۔ د حقونو له منځھ په وړونكي احتجاج به خاموشه نه پاتې كیږو۔ د ټی اېل پی لارښود پير افضل قادري او خادم حسېن رضوي په شمول د ټولې مشرتابه په ضد د بغاوت او ترهګرۍ دفعاتو ترمخه مقدمې درج كړې شوي دي په كومو به چې د هېواد عدالتونه د آئين او قانون ترمخه پرېكړه كوي۔ د هېواد نظام به د آئين ترمخه روان وي او كوم احتجاج ته به د قانون د خلاف ورزۍ كولو اجازه وركولې نه شي۔ داسې عناصر چې د وګړو ځان او مال ته په خيرنه سترګه ګوري ددوئي خلاف به سخته كارروائي كولې شي۔ مونږ د ويجاړ شويو كورونو او بنيادي اډانې جوړولو هڅې كوو۔ د وزیراعظم عمران خان او او دده د اقتصادي ډلې وژن به ګټه كوؤنكې ثابت شي او هېواد به د پرمخګ په لاره روان شي۔ ده د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل تېر كال د نومبر 5 مې نېټې څخه تر 26 مې نېټې د فېض آباد په ډول مهم انټرچېنج بندولو سره نه يوازې د دوه ښارونو پنډۍ او اسلام آباد تر مينځه په ټرېفك او تګ راتګ كښې مشكلات رامخې ته شول بلكې پنجاب ته په تلونكي ټرېفك هم اغېز راغې۔ دې سره سره ځان او مال ته هم زيان ورسولې شو۔ ده ووئيل تحریک لبېک پاکستان چې په هېواد كښې كوم ډول سياست پېل كړې وو د هېواد د آئين او قانون په ضد وو۔ دا دھرنا چې ختمه شوه نو دې نه وروستو يو بل احتجاج كښې د 5 نه تر 7 كروړه روپو املاكو ته زيان ورسولې شو۔ ده ووئيل د دھرنې په مهال چې كومه ژبه وكارولې شوه هغه هم د اندېښنې وړ ده۔ ده ووئيل د دھرنې په ضد آپرېشن كښې د رياست ټولو ادارو برخه واخسته۔ ده د اپوزيشن او ميډيا مننه كولو سره ووئيل دوئي رياست سره ودرېدل او ميډيا او مخالفې ډلې په غوره ډول ددې عمل ملاتړ وكړو۔ ده ووئيل حكومت د نجي او سركاري املاكو زيان په لړ كښې پنجاب څخه 2889 كسان خپل حفاظتي تحويل كښې اخستلې دي۔ دغسې سندھ څخه 139 او اسلام آباد څخه 126 كسان حفاظتي تحويل كښی دي۔ د تحريك لبېك پاكستان لارښود پير افضل قادري او د خادم حسېن رضوي په شمول ټول قيادت نيولې شوې دې۔ ده ووئيل مونږ نن پرېكړه كړې ده چې د تحريك لبېك پاكستان د مشرتابه په ضد قانوني كارروائي كولو سره د خادم حسېن رضوي په ضد د لاهور تھانه سول لائنز كښې د بغاوت او ترهګرۍ دفعاتو ترمخه مقدمه درج كړې شوې ده۔ دغسې د پير افضل قادري په ضد ګجرات كښې د بغاوت او ترهګرۍ مقدمه جوړه كړی شوې ده۔ حكومت پرېكړه كړې ده چې املاكو ته د زيان رسوونكو او د لارو بندونكو په ضد دې قانوني كارروائي وكړې شي۔ په دې مهال د پشتون تحفظ موومنټ د قامي اسمبلۍ دوه غړو تېره ورځ د فضائي سفر څخه منع كولو په اړه د اطلاعاتو وزير ووئيل كه د چا په ضد اېف آئي آر درج وي نو د دې اطلاعات په ايئرپورټس موجود وي۔ ده ووئيل قانون ټولو لپاره يو ډول دے۔ د تحريك لبېك په مشرتابه د مقدمو اندراج او په الېكشن كمېشن آف پاكستان كښې د دې سياسي ګوند حېثيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ددې مقدمې اورېدنه ستره محكمه كښې كېږي۔ په دې تبصره كولې نه شو۔ وفاقي وزير ووئيل په ختم نبوت به هېڅ سمجھوته كولې نه شي۔ ولې چې زمونږ ګران پېغمبر آخري نبي دے او هغه رحمت للعالمين هم دے۔ ده ووئيل مونږ ټول مسلمانان يو او هر يو مسلمان د لوئي څښتن په وحدانيت او د نبي كريم (ص) په ختم نبوت پوخ يقين لري۔ مونږ ته يوازې د تحريك لېبك په سياست اعتراض دې۔ د ادائيګو په اړه ده ووئيل د سعودي عربستان او چين دورو نه وروستو د ادائيګو مسئله حل شوې ده۔ کراچۍ كښی د تجاوزاتو په ضد كارروائي د سترې محكمې د حكم ترمخه كولې شي۔ په دې ځائي او صوبائي حكومتونه عملدرآمد كوي۔ ده ووئيل په پارلمان كښې وجود نه لرونكي واړه سياسي ګوندونه د كرتار پور راهدارۍ په پرانستلو عجيبه بيانونه وركوي چې دې سره به سكه پاكستان ته راشي۔ ده ووئيل مونږ له به بيان وركولو نه وړاندې ځان د ټولو حالاتو او واقعاتو نه خبرول وي۔ ده ووئيل د كرتار پور راهدارۍ په اړه د هند د پوځ سرلښكر بيان د سياسي مشرتابه بيان نه مختلف دې۔ سياسي مشرتابه كرتارپور راهداري خوشبينه ګرځولې ده۔ ده ووئيل مونږ هېواد كښې مذهبي سېلګرۍ ته وده وركول غواړو۔ ده ووئيل تېره ورځ هري پور كښی 40 فټ اوږده مجسمه موندلې شوې ده۔ وزیراعظم عمران خان تېره ورځ هندي خبريالانو سره خبرو كښې وئيلي چې پاكستان بدھ مت او هندو ياتريانو له هم آسانۍ پېدا كوي دغسې چې ټول خلق آسانۍ سره مذهبي رسومات ادا كړې شي۔ ده ووئيل مونږ هند لخوا د دې ځواب ته سترګې په لاره يو چې د هندي سرلښكر د سياسي مشرتابه سوچ د يو بل نه مختلف ولې دې