پشاور۔01 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي و ئيلي دي د اېن اېف سي ايوارډ ترمخه كے پي كښې د ضم شوې فاټا ګرانټ كښې به درې فيصده اضافه كولې شي۔ دقبائلي سيمو په خېبر پختونخوا كښی د ضم كولو عمل تندۍ سره مخ په وړاندې بوتللو او د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده د خالي په ورځ ګورنر هاؤس پېښور كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ په دې مهال د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان او د اطلاعاتو صوبائي وزير شوكت يوسفزئي هم ده سره وو۔ اولس مشر ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې قبائلي وګړو او د خېبر پختونخوا اولس زيات زيان پورته كړې دې۔ ده ووئيل د دې زيان ازاله او د ترهګرۍ ځپليو بيا په ځائې كولو كار آسان نه وو ولې دا ډېر محنت سره ترسره كولې شي۔ ده ووئيل مونږ ته د قبائلي اولس د قربانيو احساس دے او دوئي سره به هېڅ زياتې كولې نه شي۔ ده ووئيل د ليويز او خاصه دار فورس كوم اهلكار به بې روزګاره كولې نه شي۔ اولس مشر ووئيل چې د پېښور دورې په مهال زه د خېبر پختونخوا د بېلو څانګو په خاص توګه د تعليم او سېلګرۍ په څانګه كښې د حكومتي كاركردګۍ څخه خبر كړې شوې يمه۔ ده ووئيل د خېبر پختونخوا په كچه د سېلګرۍ ترقۍ لپاره د ټورازم پالیسی 2015 ترسېوري لاندې كافي كار شوې دې او اوس سېلګرو ته نورو اسانيو وركولو او د سېل موقعو زياتولو له بشړه تګلاره تياره كړې شوې چې ورسره به دې صوبه كښې سېلګري لا وده ومومي۔ اولس مشر په خېبر پختونخوا كښې د زده كړو څانګې په پرمختګ د اطمينان څرګندونه كولو سره صوبه كښې زده كړو له د تياره كړې شوې يو ډول پالېسۍ ستائنه وكړه۔ دغسې مدرسو كښې د زده كړو ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو او طالبات اسانيو په لړ كښې د خېبر
پختونخوا هڅې د ستائنې وړ دي۔ په دې مهال اولس مشر د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل۔ ده ووئيل د صوبو ترمينځھ د اړيكو ښه كولو او دوئي يو بل ته نزدې كول زمونږ په ذمه وارو كښې شامل دي۔ ده ووئيل په پارلېمنټ هاؤس كښې د اولس مشر يو دفتر دے۔ زما اراده ده چې د سېنېټ او قومي اسمبلۍ د سېشنز په مهال په اونۍ كښې يوه ورځ دغلته ناسته كوم او معاملاتو ته به د اعتراضونو نه لرې د مثبت اړخ وركولو هڅې كوو۔ ده د خېبر پختونخوا حكومت ته مشوره وركړه چې هغه دې مخالفې ډلې سره د بحث په ځائې خپله كاركردګۍ اولس ته وړاندې كړې او په دې كاركردګۍ دې د مثبتو خبرو رحجان ته د ودې وركولو هڅه وكړي۔