ریاض ۔ 01 دسمبر(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت تر 21 ربيع الاول د عمرې 15 لكه 9 زره 936 وېزې جاري كړې دي۔ تر دې دمه 11 لكهه 9 زره 961 عمره كوؤنكي سعودي عربستان ته رسېدلي دي۔ دا مهال په سعودي عربستان كښې د موجود عمره كوؤنكو شمېره 3 لکھ 37 زره 876 ته رسېدلې ده په كومو كښې چې 2 لکھ 32 زره 117 مکه مکرمه او 1 لك 5 زره 759 مدینه منوره كښې دي۔ 8 لکھ 53 زره 85 د عمرې او زيارت څخه فارغ شوي دي۔ د روان كال په مهال د تېر كال په مقابله كښې زيات عمره كوؤنكي دې مقدسې مزكې ته رسېدلي دي۔ تردې دمه 10 لكه 94 زره 403 كسان د هوائي جهازونو او 96 زره 523 د زمكې دلارې سعودي عربستان ته رسېدلي دي۔ تر ټولو زيات كسان پاكستان ٬ بيا انډونيشيا ٬ بيا هند ٬ بيا يمن او په 5 م لمبر ملائيشيا څخه سعودي عربستان ته تلي دي۔ ددې نه پس د زياتې شمېرې هېوادونو كښې الجزائر، ترکی، امارات، بنګله دېش او برطانیه شامل ده۔