برسلز 30 نومبر (اے پی پی)سوريه لپاره د ملګرو ملتونو استازي اشټيفان ډے مستورا وئېلي دي د قزاخستان پلازمينه آستانه كښې د سوريه په سرخط د شوو خبرو اترو ناكامۍ د امن يوه مهمه موقع لا مينځه وړې ده۔ده په خپل يو بيان كښې ووئيل په دغه خبرو اترو كښې د دستوري كمېټي په حقله په رامخې ته شوې سلا كښې هېڅ پېشرفت نه دې شوې۔د مستورا دا بيان په آستانه كښې د دوه ورځنو خبرو اترو دوهمې او آخري ورځې نه پس د هغه د دفتر لخوا جاري شوې۔مستورا آستانه كښې د روسيه٬ايران او تركيه استازو سره ملاقاتونه كړي دي