میرپورخاص ۔ 29 نومبر (اے پی پی) د بدین ګولړچی سيمې څخه راروان د مزدورانو ټرك ډګري ګرډ اسټېشن سره اپوټه شوې چې په نتيجه كښې ئې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 80 كسان ژوبل شوي۔ دا مزدوران د بدين ګولړچي سيمې څخه راروان وو كوم چې كولهي برادرۍ سره تعلق لري۔ ژوبل شوي د اېمبولېنس او پولیس موبائېل د لارې ډګري روغتون ته رسولې شوي ۔ بلخوا په روغتونو كښې د بيړنې حالت نافذ كولو اعلان شوے