
نیویارك 28 نومبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو كوچنيانو لپاره ادارې يونېسېف وئيلي دي په كال 2018 كښې افغانستان كښې تشدد ٬ غريبي او اوچ كالي زياته شوې ده ٬ د سماجي خدماتو د نظام خرابۍ له امله د كوچنيانو مړينه زياته شوې ده ۔ دا خبره افغانستان كښې ميډيا لپاره د یونېسېف مشر الشن پاركر په جنيوا كښې د بريفنګ په مهال كړې ۔ ده ووئيل 60 لكه كسان د بشري خواخوږۍ په بنياد مرستې ته اړتيا لري چې پكښې نيم كوجنيان دي ۔ د یونېسېف اهلكار ووئيل د 30 لكهو نه زيات ماشومان ښونځي ته نه ځي چې پكښې 60 فيصده انجونې دي ٬ هغه ووئېل ماشومان د خوراك څښاك كمي سره مخ دي ۔ د یونېسېف اعلٰې اهلكار ووئيل په افغانستان كښې تعلیم، صحت، د دماغی او د جسماني ودې په اړه د ماشومانو ژوند په داٶ لګېدلې ۔ الشن پارکر زياته كړه چې تشدد او وينه د معمول له مخې هره ورځ بهېږي۔ هغه ووئيل سږ كال په وړومبو لسو مياشتو كښې تر اوسه 5000 كوچنيان مړه يا شل شوې دي