
دبئۍ 27 نومبر (اے پي پي) د یاسر شاہ د جادوګر باٶلنګ له امله پاكستان نېوزي لېنډ ته په دوېم ټېسټ كښې په يو اننګز او 16 رنزونو ماتې وركولوسره ښه كم بېك كړې او د دريو مېچونو سېريز ئې په يو يو سره برابر كړې دې۔ تفصيلاتو له مخې د نيوز لېنډ لوبډله په دوېم اننګز كښې 312 رنز جوړولو سره سوځېدلې چې په سوب ئې د پاكستان لوبډله يو اننګز او 16 رنزونو سره بريالۍ شوې۔ په مېچ كښې ياسر شاه په مجموعي توګه 14 لوبغاړي سوځولو سره د مېچ غوره لوبغاړې ګرځولې شوې