بابر اعظم په ټېسټ كركټ كښې د كېريئر وړومبنۍ سنچري وكړه

دبئۍ 25 نومبر (اے پي پي) د پاكستان نامتو لوبغاړي بابر اعظم د نيوزي لېنډ په ضد دوېم ټسېټ مېچ په وړومبني اننګز كښې سل رنز كولو سره د ټسېټ كېرېئر وړومبنۍ سنچري بشپره كړې ۔ بابر اعظم په تېرو 16 مېچونو كښې سنچري جورولو كښې پاتې راغلې ٶ ځكه چې بابر اعظم لپاره د نائنټيز هندسه درنه وه او درې ځله نروس نائنټيز سره مخ شوې٬ خو د نيوزي لېنډ په ضد ئې د ټېسټ كېريئر په وړومبني اننګز كښې سنچرۍ جوړولو كښې بريالې شو ٬ او 127 منډې جورولو سره ناټ آٶت پاتې شو