
بیجنګ 25 نومبر (اے پي پي) د چین پايه تخت بیجنګ كښې په کراچۍ كښې د چین په قونصلګرۍ د ترهګرو بريد ناكامه كولو په مهال د شهيدو شوو دوو پاكسانو پوليس اهلكارو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د سماجي رابطو په وېب پاڼه د چين اولس د چينائي عملې په تحفظ مېړنو پوليس اهلكارو لپاره د عطيات جمع كولو كمپائن پېل كړې او د چين وروڼه او خوئېندې مېړنو پوليس اهلكارو لپاره د خپلو خيالاتو څرګندونه كولو سره په پراخه كچه تبصرې كوي او دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوي