
نیویارك 24 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عموموي سېكتر انتنيو ګترېز كراچۍ كښې د چين په قونصلګرۍ او خېبرپښتونخوا په اوركزئۍ سيمه كښې د ترهګرۍ د پېښو غندنه كولو سره پېښو كښې ككړ كسان انصاف سره د مخ كولو غوښتنه كړې ده ۔ عمومي سېكتر د غندنې خپل بيان كښې د شهيدانو كورنيو سره د يوالي او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ۔ ده د حكومت او اولس سره د خواخوږۍ څرګندونه هم كړې۔ عمومي سېكتر هيله ولرله چې په دې پېښو كښې ككړ كسان به زر تر زره انصاف سره مخ كړې شي۔