ماحولیاتي بدلون به په امريكائي معيشت د تباهې وړ آغيز پرېباسي ۔ حكومتي راپور

واشنګټن 24 نومبر (اے پي پي) امریکائي حکومت خپل يو راپور كښې وئيلي دي كه چرې امريكا د ضرر رسونكي ګاز اخراج كم نه كړي نو د روانې پېړۍ په پائي كښې به امريكا له معيشت د كهربونو ډالرو زيان زغمل وي۔ فورتھ نېشنل کلائمېټ اسېسمنټ نوې راپور كښې وئيلي شوې په نړيواله كچه اتفاق او په منطقه كښې په لويه كچه اقدامات كه ونه كړې شول نو د ماحولياتي بدلون له امله به د امريكې بنيادي ډهانچې او معاشي شرح نمو ته ډېر زيان ورسي۔ د امريكائي كانګرېس په وېنا 13 حكومتي ادارو په ګډه دا راپور جوړ كړې دې