امریکې په اوركزۍ او كراچۍ كښې د ترهګرو د بريد غندنه

واشنګټن 24 نومبر (اے پي پي) د امریکې خارجه څانګې د خېبر پښتونخوا په اوركزو او كراچۍ كښې د جمعې په ورځ د ترهګرو د بريدونو په سختو ټكو غندنه كړې ده كومو كښې چې د 33 نه زيات كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي دي ۔ د ورځپاڼې بيان له مخې د خارجه څانګې وياند خپل بيان كښې وئيلي دي مونږ د حق رسېدليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كوٶ او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو ۔ بيان كښې په كراچۍ كښې د چين په قونصلګرۍ د بريد نه پس د قانون نافذ كوونكو ادارو لخوا سمدستي او د زړه ورې ځوابي كاروائۍ هم ستائنه شوې ده۔ وياند ووئيل د دا ډول ترهګرۍ په ضد امريكا د وړاندې نه پاكستاني اولس سره څنګ په څنګ ولاړه ده ٬ مونږ به د دا ډول خطرو مخنيوي لپاره د پاكستان حكومت سره مرسته روانه ساتو