د سلو نه زيات پاكستانې زده كوٶنكې به د چين په هونان كېميكل اېنډ ووكېشنل ټېكنالوجۍ كالج كښې د اووكشنل تربيې تعليم ترلاسه كوي

بیجنګ 24 نومبر(اے پي پي) د پاك چین ټېلنټ کوریډور له مخې غوره كړې شوي د سلو نه زيات پاكستاني زده كوٶنكې به د چين په هونان كېميكل اېنډ ووكېشنل ټېكنالوجي كالج كښې د اووكشنل تربيې درې كلنه ډپلومه او تعليم ترلاسه كوي۔ د ياد شوي كالج د انټرنېشنل كوآپرېشن اېنډ اېكسچېنج ډويژن ډائرېكټر اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل د دې زده كوٶنكو باقاعده كلاسونه به په مارچ كال 2019 كښې پېل كېږي۔ ده ووئيل درې كلنه ډپلومې سره به د زده كوٶنكو قابليت رامخې ته كولو له مرسته ترلاسه شي او دوي ته به چين كښې د كار په ځائ كښې د تربيې موقعې هم وركړې شي ٬ دغسې چې د سي پېك منصوبې څخه په حقيقي توګه استفاده وكړې شي۔ ده ووئيل پاكستاني زده كوٶنكو ته به په بېلا بېلو څانګو كښې پېشه وره تربيه وركولې شي۔