
بیجنګ 24 نومبر (اے پي پي) د چین خارجه وزارت وياند لوكانګ له مخې د چين اولس مشر شي جن پنګ په د 27 نومبر نه تر 5م دسمبر د خارج دوره كوي او د دورې په مهال به د جي 20 مشرانو كنفرنس كښې د ګډون كولو پشمول څلورو هېوادونو سپېن٬ ارجنټائن ٬ پاناما او پرتګال ته هم ځي۔ د چین اولس مشر شي جن پنګ به د سپین د شهنشاہ فېلیپے ششم په بلنه سپېن ٬ د اولس مشر مائيو ريسيو ماكري په بلنه د جمهوريه ارجنټائن ٬ د اولس مشر جان كار لوس واريلاكي په بلنه د جمهوريه پانامه او د اولس مشر مارسلو ربلو ډي سوزا په بلنه د پرتګال دوره كوي۔ د دورې په مهال به شي جن پنګ د ارجنټائن په بيونس آئرس ښار كښې د جي 20 مشرانو په 13مه غونډه كښې ګډون كوي كومه چې د 30 نومبر نه تر دسمبر وړومبۍ نيټې كېږي ۔ د چين خارجه او د تجارت وزارت چارواكو وئيلي دي د چين د كميونسټ ګوند د 19م قامي كانګرېس نه پس د چين اولس مشر به د اروپاﺀ او لاطيني امريكې دا وړومبنۍ دوره وي