د انټرنېشنل بېلئرډ سنوكر فېډرېشن غونډه به ﴿نن﴾ په ميانمر كښې كېږي

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي﴾ د انټرنېشنل بېلئرډ سنوكر فېډرېشن د عمومي كونسل غونډه به﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د نومبر په 25مه نېټھ په ميانمر كښې كېږي چې پكښې به د پاكستان بليئرډ اينډ سنوكر اېسوسي اېشن صدر منور حسېن شېخ هم ګډون كوي۔ د غونډې مشري به قطر سره تعلق لرونكې د انټرنېشنل بليئرډ سنوكر فېډرېشن صدر مبارك الحيات كوي۔ په غونډه كښې به د 55 هېوادونو چارواكي ګډون كوي چې پكښې به د سنوكر په چارو خبرې كولې شي