
اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) چین په كراچۍ كښې پخپل سفارتي مشن د ترهګرۍ بريد غندنه كولو سره د چین په كراچۍ كښې د قونصل جنرل د عملې او د ودانۍ تحفظ پحقله د پاكستاني امنيتي ځواكونو د موثره ځوابي كاروائي ستائنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ بېجنګ كښې د چين د خارجه وزارت وياند د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل د ترهګرۍ په بريد كښې د پوليس د دوو اهلكارو په مرګ د غمرازۍ څرګندونه كوو ۔ وياند ووئيل د ترهګرۍ بريد نه پس وزیراعظم عمران خان د چین قونصل جنرل سره تماس نېولې او د غمرازۍ څرګندونه ئې كړې٬ پاکستان كښې د چين د سرمايه كارۍ په خاص توګه د سي پېك له مخې په بشپړېدونكو منصوبو د آغيز پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل چین او پاکستان دواړه سدا بهار ستراتېژكې همكاران دي٬ زمونږ په مرسته به دواړو هېوادونو اولس ته ګټه ورسي٬ هغه ووئېل سي پېك كښې په پېشرفت د دواړو هېوادونو مشران بشپړ اتفق لري۔ وياند ووئيل سي پېك د دواړو هېوادونو د پرمختګ او د سوكالۍ ودې لپاره ډېر اهميت لري او دې منصوبو ته د دواړو هېوادونو د اولس بشپړه ملاتړ ترلاسه دے۔ وياند د دې عزم څرګندونه وكړه چې چين به سي پېك مخ په وړاندې بوتللو لپاره پاكستان سره كار روان ساتي۔ د بريد پحقله د معلوماتو شيئرنګ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل درېو وسله والو د چين مشن ته د داخلېدو هڅه كوله خو امنيتي ځواكونو ووژل۔ وياند ووئيل په كراس فائرنګ كښې د پوليس دوه اهلكار هم شهيدان شوي۔ وياند ووئيل په كراچۍ كښې د چين قونصل جنرل ټوله عمله او د ھغوي كورنۍ محفوظ دي