ايران په كابل كښې د ترهه ګرۍ د بريد سخته غندنه وكړه

تهران 21 نومبر (اے پي پي)ايران د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د عيد ميلادالنبي(ص)په موقع په چاودنه كښې د دې هېواد د علمائے كرام٬سياسي او مذهبي شخصيات او په لويه شمېره د خلكو په شهادت او ژوبل كېدو د شهيدانو او د ژوبل شويو كورنيو سره غمرازي كړی۔د ايران د خارجه وزارت وياند بهرام قاسمي د چاودنې سخته غندنه كړی او وئېلې يې دي چې د پیغمبر رحمت و شفقت د ميلاد په مناسبت په پروګرام د ترهه ګرۍ د بريد مقصد په هېواد كښې لساني او مذهبي اور ته پوكې وركول دي