د امريكې په ټاكنو كښې مو مداخله نه ده كړې۔ روسيه

ماسكو 20 نومبر (اے پي پي﴾ د روسيې اولس مشر ولاديمير پيوټن د امريكې نائب اولس مشر مائيك پينس سره په ملاقات كښې وئيلي دي چې روسيې د امريكې د اولس مشرې په ټاكنو كښې هېڅ مداخله نه ده كړې۔ اولس مشر پيوټن دا خبره د امريكې د نائب اولس مشر د پوښتنې په ځواب كښې كړې۔ د روسيې مېډيا له مخې د دواړو مشرانو ترمېنځه ملاقات تېره اونۍ په سنګاپور كښې شوے و۔