اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د بلغاريه لوبغاړي ايون پنويو آئي ټي اېف پاكستان جونيئر ټېنس چېمپئن شپ 2 وګټلو۔ د چېمپئن شپ په فائنل مېچ كښې د بلغاريه لوبغاړي د پاكستان حذېفه عبدالرحمان ته ماتې وركړه۔ د فائنل مېچ د دستورې خاص مېلمه د پاكستان ټېنس فېډرېشن صدر سليم سېف الله خان و كوم چې لوبغاړو ته انعامات وركړل۔ په دې موقع د بلغاريه٬ مصر او آذربائيجان سفيران هم موجود وو۔