
اسلام آباد 14 نومبر (اے پی پی) د ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل دوه ورځنۍ كلنه غونډه به پھ 9 او 10 دسمبر د نیپال کھټمنډو ښار كښې كېږي چې پكښی به د ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل ټاكنې هم كېږي، ټاكنو كښې به د پاکستان د اړخه یوسف هارون ډائریکټر ټیکنیکل او سلمان بخاری د نائب صدر كانديدان وي۔ ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل غونډه كښې به د پاکستان د اړخه د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل چیئرمېن سیّد سلطان شاه نمائندګی کوي۔ د غونډې مشري به د ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل صدر مهانتیش جی کوي۔ غونډه كښې به د 8 هېوادونو پاکستان، آسټریلیا، هند ، سری لنکا، انګلینډ، جنوبی افریقې، بنګله دېش او نیپال صدران او نمائندګان ګډون كوي